زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-05-19  |  2024-11-21  |  تازه شوی په: 2024/11/21 - 04:33:0 FA | AR | PS | EN
بلوسکای څه شی دی، ولې میلیونونه کسان ور روان دي؟             افغان ماشومان زده کړو او سوله ییز ژوند ته هیله لري             روسیې د احتمالي حملې لپاره د سویډن او فنلنډ تیاري             د خوارځواکۍ د تشخيص لپاره مو يو ميليون افغان ماشومان معاينه کړي             په برلین کې افغان سفیر او په بڼ کې جنرال کونسل له دندو لاس واخیست             ۲ میلیونه پاکستانیان د هوا ککړې له امله روغتونونو ته لېږل شوی             سعودي عربستان کی د بهرنیو اتباعو د اعدامونه ریکارډ             د ریلي همکاریو د پراختیا لپاره طالب پلاوی ایران ته لاړ             پاکستان ته بې کیفیته وریجې مصادره شوې             د افغانستان په شاوخوا کې امنیتي کمربند ته اړتیا نه شته             ایران افغانستان ته ۱۳ سوه میلون ډالرو غیرنفتي صادرات کړي دي             نن د افغانستان او پاکستان تر ۱۹ کلونو کم‌عمره کرکټ لوبډلې مسابقه لري             مالیزیا د افغانستان د کانونو له وزارت سره همکاري کوي             په ننګرهار کې پر تصویر بندیز ولګول شو             خلیلزاد د دوحې تړون له طالبانو سره د امریکا د نوي حکومت اساس کېدای شي            

تاريخ النشر: 2024/11/09 - 04:39:1
زيارة: 215
مشاركة مع الـأصدقاء

هند کابل ته د خپل پلاوي د سفر هدفونه اعلان کړل
 هند کابل ته د خپل پلاوي د سفر هدفونه اعلان کړل

انصار: ( د لړم ۱۹مه)، د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال، وایي چې د دې هېواد استازی له چابهار بندر څخه د استفادې، د اقتصادي اړیکو او بشري مرستو د پیاوړتیا پر لارو چارود خبرو لپاره کابل ته تللی و.

جیسوال وویل چې د هند پلاوي په کابل کې له طالب چارواکو او پخواني ولسمشر حامد کرزي سره ملاقاتونه وکړل.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري ناسته کې افغانستان ته د هندي پلاوي د سفر تفصیلات وړاندې کړل.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان، افغانستان او ایران څانګې مسئول جي.پي. سینګ، په تیرو ورځو کې له یوه پلاوي سره کابل ته سفر وکړ او د طالبانو له دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو سره یې ولیدل.

د طالبانو د دفاع وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دفاع وزیر یعقوب مجاهد، له جي.پي. سینګ سره کتلي او د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه یې خبرې کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، هم په خپل ملاقات کې له جي.پي. سینګ سره وویل چې دوی هیله لري چې له هند سره اړیکې نورې هم پراخې شي.

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی، بیا له هندي پلاوي سره په کتنه کې غوښتنه کړې چې هند باید افغانانو ته د زده کړو په برخه کې توجه زیاته کړي او د هند او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا ته پام وکړي.

هند په افغانستان کې د جمهوري حکومت په مهال افغانانو ته ډېر سکالرشیپونه ورکول خو د جمهوري حکومت له پرزېدو وروسته یې دا لړۍ درولې او حتي سلګونو افغان محصلانو ته یې، چې د ۲۰۲۱ د دوبي د رخصتۍ لپاره افغانستان ته راغلي وو، اجازه ورنه کړه چې د خپلو نیمګړو زده کړو د دوام لپاره بېرته هند ته لاړ شي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند تایید کړه چې د هند په کابل کې هندي پلاوي په خپلو ملاقاتونو کې په افغانستان کې د بشري مرستو او همداراز په دې اړه چې څنګه چابهار بندر د افغانستان د سوداګریزو اړیکو، صادراتو، وارداتو او نورو فعالیتونو لپاره کارول کېدی شي، بحث کړی دی.

رندهیر جیسوال وویل چې د هند لپاره دا مهمه ده چې افغانستان سته بشري مرستو ورکړي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/34290






*
*

*



قرأ

روسیې د احتمالي حملې لپاره د سویډن او فنلنډ تیاري


په برلین کې افغان سفیر او په بڼ کې جنرال کونسل له دندو لاس واخیست


سعودي عربستان کی د بهرنیو اتباعو د اعدامونه ریکارډ


د افغانستان په شاوخوا کې امنیتي کمربند ته اړتیا نه شته


خلیلزاد د دوحې تړون له طالبانو سره د امریکا د نوي حکومت اساس کېدای شي


د پاکستان استخباراتي کامران خان او د هغه پلار د ترهګرو په لیست کې شامل کړل


ايران د ډونالډټرمپ د وژنې په دسيسه کې لاس نه در لود


جوبايډن او ډونالډټرمپ راتلونکې چهارشنبه سپينه ماڼۍ کې یوبل سره ګوری


د طالبانو مشر له دفاع، کورنیو وزارتونو او استخباراتو د وسلو کنټرول واخیست


د هند ځانګړي استازي په لومړي ځل د طالبانو له دفاع وزیر سره ولیدل


د طالبانو لاس‌وهنې د بشري مرستو د رسولو چاره له ننګونو سره مخامخ کړې


چین خپله پټه جنګي الوتکه نندارې ته وړاندې کوي


د پاکستان حکومت د اسلام اباد په مظاهرو کې د افغانانو د ګډون ثبوت وړاندې نه کړل شو


د ټرمپ او هاریس ترمنځ نږدې او سخته سیالي


د یو شمېر افغان سیاستوالو غونډه د اعلامیې له خپریدو پرته پای ته ورسیده


په اسلامي هېوادونو کې د ولسمشر پوتین محبوبیت مخ پر زیاتېدلو دی


د ایران په زندانونو کې د افغانانو په ګډون ۸ زره بهرنیان بندیان دي


د تېر حکومت چارواکي نه په حکومت پوهېدل، نه په جګړه


د م.م. د دفترونو لګښتونه او د کارکوونکو معاشونه ډېر لوړ دي


په افغانستان کی جبر او د بشري حقونو سرغړونې زیاتې شوي


د روسیې کورسک ته د شمالي کوریا ځواکونه انتقال شوي


په غزه کې د دوه ورځني اوربند وړانديز


هیله‌من یم چې دا به د روان کړکېچ پای وي


په پښتونخوا کې پر یوه پوسته په برید کې ۸ ملېشه وژل شوي


له شمالي کوریا سره د روسیی ستراتېژیکې همکارۍ تړون تصویب شو





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان